اطلاعیه!
په پام کې ده افغاني سره میاشت د رضاکارانو د ریاست اړوند د دوه قلمه البسه توکي(واسکټ او خولۍ) د چمتو کولو لپاره له نمونې سره سم داوطلبۍ ته وسپاري، نو ټول هغه سوداګریز او لوژیستیکي شرکتونه، چې په دې برخه کې فعالیت ترسره کوي؛ کولای شي د شرط پاڼې او آفر د ترلاسه کولو په موخه خپل غوښتنلیکونه د افغاني سرې میاشتې د لوژیستیک او تدارکاتو ریاست ته وسپاري او خپله د خبرتیا له خپرېدا وروسته تر ۱۴ ورځو پورې مراجعه وکړي، د ګډون د حق پیسې ۱۰۰۰ افغانۍ دي چې نغدې اخستل کېږي.
پته: افشار، سیلو د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر