ارزګان
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند ۴۹۰ بېوزلو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د ۷ قلمه مرسته وویشل شوه.
یاده تولټال ۴۷ ټنه مرسته کې څلور ویشت نیم ټنه اوړه، ۴۹۰۰ لیتره غوړي، نېږدې ۳ ټنه خرما، ۴۹۰۰ کیلو مکروني، نېږدې ۵ ټنه نخود، ۵ ټنه وریژې او ۱۴۷۰ کیلو مالګه شامل وو.
