ارزګان:
نن د ذوالحجې پر ۱۱مه د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله له ۶۰ زیانمنو کورنیو سره د ۶۰ خیمو، ۲۴۰ کمپلو، ۱۸۰ د اوبو د بوشکو، ۶۰ ترپالونو او هرې کورنۍ سره د پخلنځي د ۱۳ عدده توکو مرسته وشوه.
دا چې له سیلابځپلو کورنیو سره بېړنیو مرستو ته اړتیا وه، نو له همدې امله همدا نن د یادو کورنیو سروې او ورپسې سمدستي توزیع ترسره شوه.
