اداري ظرفیت لوړونه؛ د افغاني سرې میاشتې سل تنو کارکوونکو ته ښوونیز ورکشاپونه پای ته ورسېدل

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۰:۲۸
اداري ظرفیت لوړونه؛ د افغاني سرې میاشتې سل تنو کارکوونکو ته ښوونیز ورکشاپونه پای ته ورسېدل

چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
 د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت د دې ادارې ۱۰۰ تنو کارکوونکو ته په ۱۰ پړاوونو کې د اداري مراسلاتو تر عنوان لاندې د لومړۍ دورې ښوونیز ورکشاپونه د تصدیق پاڼو په وېش، پای ته ورسېدل.
په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي سلاکارانو، د مرکزي دفتر یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو شتون درلود. 
ناستې ته د وينا پر مهال عمومي رئیس اداري مراسلات د یوې ادارې د پرمختګ، نظم او اغېزمن فعالیت لپاره بنسټیز اصل وباله او زیاته یې کړه، چې پر اصولو ولاړ مراسلات نه يوازې د وخت د سپما لپاره مهم دي، بلکې د ادارې اعتبار هم ورسره لوړېږي. نوموړي له کارکوونکو وغوښتل؛ څو له ترلاسه کړو زده کړو څخه په ورځنیو چارو کې ګټه واخلي او له فرصت څخه په استفادې خپل مهارتونه لا ډېر کړي. 
ورپسې د کارکوونکو چارو ریاست رئیس ښاغلي مولوي شفیق الله امیني د ترسره شوو ښوونیزو ورکشاپونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې دغو ورکشاپونو کې د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه هغوی ته د رسمي لیکنو، مکتوبونو، لارښوونو او اداري اصولو په اړه د مسلکي روزونکو له لوري اړینې زده کړې ورکړل شوې؛ څو وکولای شي خپلې ورځينۍ چارې د ټاکل شوو اصولو له مخې پر مخ يوسي او د ورته ښوونیزو پروګرامونو د دوام ډاډ یې څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS