آلمان هېواد ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د ناروغو ماشومانو د لېږد خبرتیا
آلمان هېواد ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د ناروغو ماشومانو د لېږد خبرتیا
په پام کې ده د آلمان د سولې کلي د موسسې ډاکټران د سلواغې د میاشتې له ۲۱ څخه تر ۳۰ نېټې پورې د ماتو هډوکو او سخت سوځېدلو ماشومانو د معاینې او آلمان هېواد ته د استولو لپاره کابل کې د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر ته راشي او یاد ناروغ ماشومان المان هېواد ته د درملنې په موخه یوسي.
قدرمنو ناروغ لرونکو ! لاندې شرایط په یاد ولرئ:
۱ ـ د ناروغ ماشوم عمر باید له ۱ کال څخه تر ۱۱ کلونو ډېر نه وي.
۲ ـ د ناروغ تذکره باید له ځان سره ولرئ.
۳ - د پلار یا خپلوان تذکره باید له ځان سره راوړئ.
۴ - د پاسپورت په اندازه لس قطعې رنګه عکسونه.
پته: د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر، افشار سیلو ـ کابل.
د اړیکې شمېره: ۰۷۲۸۹۰۰۱۱۸