د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د سیلابونو له امله د اوښتي زیان له نېږدې د ارزونې په موخه ‏پرون ننګرهار ولایت ته سفر وکړ!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱ - ۱۲:۴۷
Acting President of ARCS visited Nangarhar province to closely evaluate the damages caused by floods!

پینځه ورځې وړاندې سیلابونو د هېواد د ګڼو ولایتونو په څېر ننګرهار ولایت کې هم یو شمېر هېوادوال شهیدان کړل او سلګونه کورنۍ یې زیانمنې کړې. د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي م.ط.ی.ع ال_حق خا_لص په ننګرهار ولایت کې د سیلابونو له امله د اوښتي زیان له نېږدې د ارزونې په موخه ‏پرون ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او نن د محرم الحرام پر ۲۱مه یې د ننګرهار ولایت په شپږمه ناحیه کې د وروستیو سیلابونو د زیانونو په اړه د خالص فامیلۍ له مشرانو سره ولیدل. ښاغلي مولوي م.ط.ی.ع ال_حق خا_لص له زیانمنو سره خواخوږي وښوده او د مرستې ډاډ یې ورکړ.‏نوموړي د سیلاب له امله رامنځ ته شوی زیان له مشرانو واورید او ویې وویل "وروستیو سیلابونو ۲۶ ولایتونو کې زیانونه اړولي او دوی یې په لاسنیوي بوخت دي".نوموړي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې افغاني سره میاشت یې د توان تر کچې لاسنیوی کوي او څه یې چې په وس پوره وي، نو له زیانمنو به یې دریغ نکړي.‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له مشرانو غوښتنه وکړه، چې د مرستې لپاره دې افغاني سرې میاشتې ته تل هغه وګړي ور وپېژني، چې سخت اړمن وي.

نوموړي له مشرانو سره له لیدنې وروسته د سیلابونو له امله د زیانمنو شویو او نړیدلو کورونو له نېږدې لیدنه هم وکړه.

په ننګرهار ولایت کې د شیخ مصري ښارګوټی له هغو سیمو دی، چې وروستیو ورښتونو په کې ۴ تنه شهیدان او ۲ ټپیان کړل. ترڅنګ یې ۶ کورونه بشپړ ړنګ او ا۸ نور زیانمن شول. د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن به بېزِ اکمالاتي او خالص فامیلۍ کې د سیلاب ځپلو سیمو ‏له لیدو وروسته یاد ښارګوټي ته ورغی او د شهیدانو د کورنۍ پوښتنه یې وکړه.

نوموړي د شهیدانو له ورثه و سره خواخوږي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې افغاني سره میاشت به یې تر خپله وسه لاسنیوی وکړي. همدا ډول یې له ټپیانو سره هم ولیدل.

 

سرپرست عمومی ریاست هلال احمر افغانی به منظور ارزیابی دقیق خسارات ناشی از سیلاب ها به ولایت ننگرهار سفر نمود!

 

سرپرست عمومی ریاست هلال احمر افغانی به منظور ارزیابی دقیق خسارات ناشی از سیلاب ها به ولایت ننگرهار سفر نمود!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۶:۵۹
Background image

خوست؛ ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د نړیوال سره صلیب له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۴:۳
Background image

پکتیا کې ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو مرسته وشوه

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ له ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو ۳۶۰۰ بستې مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۳:۴۴
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د انجینرۍ دوو بستونو لپاره تحریري ازموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دوو بستونو (د ودانیو ډیزاین انجینر او د سروې او نقشه ‌بردارۍ انجینر) لپاره د وړ او مسلکي کسانو د ګومارنې په موخه له. . .

BACK TO NEWS