پروان؛ ۲۰۰ اړمنو مېرمنو ته ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
دوشنبه، ۲۲ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په انامک کلي کې د خوړو له کمښت سره مخ ۲۰۰ اړمنو مېرمنو ته د مرستو د څلورم پړاو په ترڅ کې ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
دا مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې مېرمنې ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د دغې مرستې موخه د یادو مېرمنو او د هغوی د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د خوراکي ناامنۍ د اغېزو را کمول دي.
ټاکل شوې ده چې، په راتلونکو دوو میاشتو کې به هم د همدې پروګرام په چوکاټ کې یادو مېرمنو ته ورته نغدي مرسته ووېشل شي.
افغاني سره میاشت د زیانمنو او اړمنو کورنیو، په ځانګړي ډول د ښځو په مشرۍ د کورنیو د ملاتړ په موخه د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مرستې وېشي.
