بلخ؛ د کار په بدل کې ۲۲۴ کاریګرو ته ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ ووېشل شوې

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۶
Bl

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د دولت‌ آباد ولسوالۍ د خیر آباد سیمې ۲۲۴ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ ووېشل شوې.

د پروژې له مخې هر مسلکي کاریګر ته ۳۰ زره او هر غیر مسلکي کاریګر ته ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.

یاده پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ د یوې میاشتې په موده کې پلې شوه، چې په ترڅ کې یې ۲۲۴ تنو کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

په دې پروژه کې ۷۴۰ متره سنګ‌ کاري، د څلور کیلو متره کانالونو او ویالو پاکول او د یوه پلچک جوړول شامل وو، چې شاوخوا ۱۶ زره جریبه ځمکه به پرې خړوبه شي.

د دغې پروژې موخه د سیمې خلکو ته د کار زمینه برابرول، د اوبو لارو د وضعیت ښه کول او د کرنیزو ځمکو د اوبو لګولو اسانتیا برابرول وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۶
Background image

بلخ؛ د کار په بدل کې ۲۲۴ کاریګرو ته ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د دولت‌ آباد ولسوالۍ د خیر آباد سیمې ۲۲۴ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۴۳
Background image

ننګرهار؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۳۳۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

BACK TO NEWS