زابل؛ له ۷۰۰ بېځایه شویو کورنیو سره ۱۰.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۴:۵۶
Z

پنجشنبه، ۲۷ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې له ۷۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره ۱۰.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

دغه مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.

تمه ده، چې دغه نغدي مرسته د یادو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو او د هغوی د اقتصادي ستونزو په راکمولو کې اغېزمنه تمامه شي.

افغاني سره میاشت د داخلي بېځایه شویو کورنیو د ملاتړ لپاره د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي؛ څو دوی ته پر وخت بشري مرستې ورسوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

سمنګان؛ ۲۲۵ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۷ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ ۲۲۵ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

په دې مرسته کې هرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۴:۵۶
Background image

زابل؛ له ۷۰۰ بېځایه شویو کورنیو سره ۱۰.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۷ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې له ۷۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره ۱۰.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

دغه مرسته د سره صلیب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۴:۱۳
Background image

پروان؛ پر ۲۰۰ اړمنو مېرمنو ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۷ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ د انامک په کلي کې پر ۲۰۰ هغو اړمنو مېرمنو، چې د خوړو له کمښت سره مخ دي، د مرستو د درېیم پړاو په. . .

BACK TO NEWS