نورستان؛ پر ۸۶ سېلاب ځپلو کورنیو ۴۳۰ کمپلې ووېشل شوې
پنجشنبه، ۱۳ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په مرکز پارون کې پر ۸۶ سېلاب ځپلو کورنیو ۴۳۰ کمپلې ووېشل شوې.
دغه مرسته د افغانستان نړیوال بانک له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته پنځه کمپلې ورکړل شوې.
یادو کورنیو څه موده وړاندې د یوه زورور سېلاب له امله مالي او ځاني زیانونه لیدلي وو، چې له امله یې له اقتصادي ستونزو او د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ شوې وې.
افغاني سره میاشت د خپلو بشري فعالیتونو په چوکاټ کې هڅه کوي، چې د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسوي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
