هلمند؛ د کنټرول مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۲۱
H

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په ولایتي نمایندګۍ کې د هلمند، کندهار، ارزګان او زابل ولایتونو د کنټرول مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د لوژستیکي او مالي اسنادو د کنټرول، ترتیب، تنظیم او مدیریت، د اسنادو د ارزونې، د کیفیت د ښه والي او د چارو د روڼتیا او حساب ورکونې په اړه نظري او عملي روزنه ورکړل شوه.

همدارنګه، د اسنادو د تنظیم او ارزونې پر مهال د شته ستونزو د حل، د اداري کړنلارو د معیاري کولو او د کنټرول د بهیر د لا اغېزمنتیا په اړه هم هر اړخیز معلومات او عملي لارښوونې شریکې شوې.

د دغه ورکشاپ موخه د کنټرول مدیرانو د مسلکي ظرفیتونو لوړول، د لوژستیکي او مالي اسنادو د مدیریت په برخه کې د هغوی د وړتیاوو پیاوړتیا او د اداري چارو د لا منظم، شفاف او اغېزمن مدیریت لپاره د اړینو مهارتونو لوړول وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۴
Background image

میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله له یوې زیانمنې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ګوګر په کلي کې له هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

لوګر کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۱۰۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS