پکتیا؛ له ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۲۸
P

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې له ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

دغه مرسته، چې د المان سولې کلي له لوري چمتو شوې وه، له مخې یې هرې کورنۍ ته یو کیلو شیدې، دوه قوطۍ سرېلاک، یوه بسته د څښاک معدني اوبه او پنځه پاکټه بسکوېټ ورکړل شول.

یاده مرسته د داخلي بېځایه شویو کورنیو د لومړنیو خوراکي اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د ژوند د ستونزو د راکمولو په موخه ترسره شوه.

افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې داخلي بېځایه شویو او نورو اړمنو کورنیو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه ونډه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۴
Background image

میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله له یوې زیانمنې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ګوګر په کلي کې له هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

لوګر کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۱۰۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS