لوګر؛ د افغاني سرې مياشتې د فرعي کلینیک لپاره ۲۰۰ متره مربع ځمکه وقف شوه
جمعه، ۱۹ ذو الحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د لوګر ولایت اړوند د میر سید محمود فرعي کلینیک لپاره د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه ۲۰۰ متره مربع ځمکه وقف شوه او د دغه روغتیايي مرکز ملکیت وګرځېده.
یاده ځمکه د انجنیر سید هاشم غضنفر د کورنۍ شخصي ملکیت و، چې د لوګر ولایت د کلنګار سیمې د سیدانو کلي اوسېدونکې ده. نوموړې کورنۍ د عامه خیر ښېګڼې او د سیمې د خلکو د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه خپل دغه ملکيت د میر سید محمود فرعي کلینیک لپاره وقف کړ.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د لوګر ولایتي څانګې رئیس مولوي سید هاشم سادات، د لوګر د استیناف محکمې د جزاء دیوان رئیس، دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون درلود.
مولوي سید هاشم سادات د نوموړې کورنۍ له دې نېک اقدام څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره د خلکو همکاري د عامه خدمتونو د پیاوړتیا او ټولنیز پرمختګ مهم بنسټ دی.
همدارنګه، انجنیر سید هاشم غضنفر د هېواد د آبادۍ، روغتیايي خدمتونو او عامه ګټو په برخه کې د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د نوموړي کورنۍ د همدې روغتیايي مرکز لپاره ۸۰۰ متره مربع ځمکه وقف کړې وه، چې د نوې ځمکې په زیاتېدو سره یې ټولیزه اندازه ۱۰۰۰ متره مربع ته ورسېده.
د مراسمو په پای کې د افغاني سرې میاشتې د لوګر ولایتي څانګې له لوري د انجینیر سید هاشم غضنفر کورنۍ ته د دې نېک اقدام د ستاینې په موخه مننلیک ورکړل شو.
افغاني سره میاشت د ټولنې د خیر غوښتونکو او ملي شخصیتونو همکارۍ د بشري خدمتونو د پراختیا او عامه هوساینې لپاره ارزښتناکه ګڼي.
