بلخ؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د شمال زون له مرستون او اړوندو ادارو څخه لیدنه وکړه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۵۲
Bl

سې شنبه، ۱۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شمال زون په کچه له مرستون، اړوندو ادارو او د دې ادارې له ملکیتونو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي په مرستون کې د مېشتو اړمنو او بې‌ سرپرسته کورنیو اړتیاوې وارزولې او د مسؤولینو له لوري وړاندې کېدونکي خدمات یې وستایل. همدارنګه، د هغوی د نه ستړې کېدونکو هڅو قدرداني يې وکړه او د چارو د لا ښه تنظیم په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې؛ څو د خدمتونو کیفیت لوړ شي او د اړمنو کورنیو اړتیاوو ته پر وخت او اغېزمنه رسېدنه وشي.

سربېره پر دې، ښاغلي مرستیال د شمال زون رياست او بلخ د نماینده ګۍ له فعالیتونو او ملکیتونو څخه هم لیدنه وکړه، د چارو بهیر یې وارزاوه او مسؤولینو ته یې لارښوونه وکړه، څو له شته امکاناتو څخه په منظم او مؤثر ډول ګټه واخلي او د خدمتونو د پراختیا او عوایدو د زیاتوالي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

بامیان؛ ۱۱ سېلاب ځپلې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیان ولایت د کهمرد ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۱۱ سېلاب ځپلې کورنۍ، چې کورونه یې په بشپړ ډول نړېدلي وو، د غیر خوراکي توکو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۲۰:۱۲
Background image

بلخ او سمنګان؛ د څښاک اوبو د ۶۰۰ کندو د ترمیم پروژه پرانیستل شوه

سې شنبه، ۱۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د څښاک اوبو د ۶۰۰ کندو د ترمیم پروژه د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.

په پرانیست غونډه کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۲۰:۸
Background image

جوزجان؛ د افغاني سرې مياشتې مرستيال د نمايندګۍ له فعاليتونو او ملکيتونو ليدنه وکړه

سې‌ شنبه، ۱۱ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې مرستيال، ښاغلي حافظ عزيز الرحمن، شمال زون ته د خپل سفر په لړ کې د جوزجان ولايت له نمايندګۍ څخه ليدنه وکړه.

د ليدنې پر مهال نوموړي د. . .

BACK TO NEWS