کابل؛ د اوبو او برېښنا د سپما په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ ترسره شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۱۵
K

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرکزي دفتر کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د اوبو او برېښنا د سپما او د اسراف د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

په دې ورکشاپ کې د افغاني سرې میاشتې د دعوت او ارشاد څانګې رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث احمد نور حنیف د وینا پر مهال وویل، چې اسلام د ژوند په ټولو برخو کې د اعتدال سپارښتنه کړې ده. هغه ټینګار وکړ، چې په ټولو چارو کې باید له اسراف څخه ډډه وشي او مصرف یوازې د اړتیا په کچه ترسره شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د اړتیا مطابق استفاده د اسلامي اصولو له مخې اړینه ده او بې‌ ځایه مصرف نه یوازې اقتصادي زیانونه لري، بلکې د اسلامي لارښوونو خلاف عمل هم ګڼل کېږي. هغه اوبه او برېښنا د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه وبلل او ویې ویل، چې د دغو سرچینو ساتنه او سپما د هر مسلمان مسؤولیت دی.

په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د اوبو او انرژۍ د ارزښت، د بې‌ځایه مصرف د منفي اغېزو، د سپما عملي لارو چارو او د انرژۍ د اغېزمن مدیریت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۳۳
Background image

ننګرهار کې له ۲۰۵ سېلاب ځپلو کورنیو سره څه باندې ۲.۱۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۱۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د حصارک او شېرزادو ولسوالیو ۲۰۵ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲۱۵۲۵۰۰ (دوه میلیونه، یو سل او دوه پنځوس زره او پنځه سوه). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

يکشنبه، ۱۶ ذو القعده ۱۴۴٧

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۲۵۷ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۷
Background image

زابل کې د څه باندې ۱۵ زره ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

یکشنبه، ۱۶ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د زابل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۹۸۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS