پروان او کاپیسا کې د ورښتونو زیانمنو ۶۲ کورنیو ته بیړنۍ مرستې ووېشل شوې

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۶:۴۵
Pr

سې شنبه، ۲۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان او کاپیسا ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو ورښتونو له امله زیانمنو ۶۲ کورنیو ته بېړنۍ بشري مرستې ووېشل شوې.

له دې مرستو، پروان ولایت کې د بګرام ولسوالۍ د اړونده سیمو ۴۰ کورنۍ او د کاپیسا ولایت د مرکز، حصه اول کوهستان، حصه دو کوهستان، تګاب او کوهبند ولسواليو ۲۲ کورنۍ برخمنې شوې.

د وېشل شوو مرستو له مخې، په پروان کې هرې کورنۍ ته ۶ کمپلې، ۱ ترپال او د پخلنځي یو سیټ ورکړل شو، او ۴ هغو کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول نړېدلي وو، یوه یوه خېمه هم ورکړل شوه.

او په کاپیسا کې هرې کورنۍ ته ۷ کمپلې، ۱ ترپال، د پخلنځي یو سیټ او ۲ د اوبو بشکې ورکړل شوې او ۳ هغو کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول نړېدلي وو، د دې مرستو سربېره یوه یوه خېمه هم ووېشل شوه.

افغاني سره میاشت له زیانمنو کورنیو سره د مرستو لړۍ پرله‌ پسې روانه ساتي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۵۰
Background image

نورستان؛ د مرستو لومړی پړاو پای ته ورسېد، دویم په برګمټال کې پیلېږي

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش لړۍ پای ته ورسېده، چې په ترڅ کې یې څه باندې ۱۰۵۰۰ کورنۍ له دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۴۱
Background image

کاپیسا؛ د ورښتونو له امله ۸ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرسته ورسول شوه

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو ورښتونو له امله ۸ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ بشري مرسته ورسول شوه.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۳۰
Background image

پنجشېر کې د زلزلې او سېلابونو زیانمنو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د مرکز بازارک په ګډون په اووه ولسوالیو (رخه، عنابه، دره، آبشار، شتل، حصه اول، پریان) کې د زلزلې او سېلابونو له امله. . .

BACK TO NEWS