لوګر کې ۲۰۰ راستنو شوو کورنیو د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت خوراکي مرسته ترلاسه کړه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴۰
lo

دوشنبه، ۱۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې لوګر ولایت کې له ۲۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷.۵ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د لس زره افغانیو په ارزښت ۸۷.۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې پکې ۱۰ لیټره غوړي، ۲۰ کیلو وریژې، ۱۰ کیلو دال، ۵ کیلو بوره، ۱.۵ کیلو مالګه، ۲۰ پاکټه مکروني، ۱ کیلو وچې شیدې، ۸ کیلو خُرما او ۱۰ پاکټه بیسکټ شامل وو.
سربېره پر دې هرې کورنۍ ته ۱ د روغتیا ساتنې بسته هم ورکړل شوه.
دغه مرسته د روژې په میاشت کې د اړمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د اساسي ستونزو د را کمولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د بشري مرستو له لارې هڅه کوي؛ څو د راستنو شوو هېوادوالو پر وخت لاسنیوی وکړي او د هغوی د ژوند اساسي اړتیاوې تر یو حده پوره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۲۴
Background image

لغمان کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې شوې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورسول شوه

چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ اړوند د الوخېلو په سیمه کې د اورلګېدنې له امله له یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره بېړنۍ بشري مرسته ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۲۰
Background image

هلمند؛ د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۰ زده کوونکي فارغ شول

چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د هلمند ولایت د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې د اداري مهارتونو په برخه کې ۱۳۰ تنه زده کوونکي د درې میاشتنیو زده کړو تر بشپړولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

پکتیا کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د روژې په مناسبت د خُرما مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې پکتیا ولایت کې پر ۳۰٠ اړمنو او بېوزله کورنیو ۲.۴ ټنه خُرما ووېشله.
دغه مرسته چې د روژې په مناسبت ترسره شوه، موخه یې په دې مبارکه میاشت کې د. . .

BACK TO NEWS