د سړې هوا پر وړاندې د ۵۰۰ کورنیو ملاتړ؛ هلمند کې ژمنۍ مرسته ووېشل شوه
چهارشنبه، ۱ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون په ګرېشک او ګرمسېر ولسوالیو کې پر ۵۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو غیر خوراکي مرسته ووېشل شوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۶ قلمه بېلابېل غیر خوراکي توکي ورکړل شول، چې پکې ۲ کمپلې، د ماشومانو، ښځینه او نارینه وو جمپرونه، څادرونه، بنیانونه، دستکشې، جورابې، بوټونه او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي شامل وو.
یاده مرسته د ژمي د سړې هوا د زیانونو د کمولو، د راستنو شوو کډوالو د خوندیتوب او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه برابره شوې وه.
افغاني سره میاشت د راستنېدونکو کډوالو اړتیاوو ته په کتو خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.
