کونړ کې د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز څخه ۴۶ زدهکوونکي فارغ شول
پنجشنبه، ۲۴ شعبان ۱۴۴۷
د کونړ ولایت د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې د انګلیسي، لیک لوست او کمپیوټر برخو ۴۶ تنه زده کوونکي د درې میاشتنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
په یاد ښوونیز مرکز کې اوسمهال ۲۰۰ تنه هغه زده کوونکي، چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري؛ په بېلابېلو برخو کې په وړیا ډول زده کړې ترلاسه کوي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په یادو برخو کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شوي وو.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د ښوونیزو مرکزونو له لارې اړمنو ځوانانو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي؛ څو هغوی خپلې وړتیاوې لوړې کړي او د مسلکي مهارتونو پر مټ خپل روښانه راتلونکی تضمین کړي.
