اداري ظرفیت لوړونه؛ د افغاني سرې میاشتې سل تنو کارکوونکو ته ښوونیز ورکشاپونه پای ته ورسېدل

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۵۸
اداري ظرفیت لوړونه؛ د افغاني سرې میاشتې سل تنو کارکوونکو ته ښوونیز ورکشاپونه پای ته ورسېدل

چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
 د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت د دې ادارې ۱۰۰ تنو کارکوونکو ته په ۱۰ پړاوونو کې د اداري مراسلاتو تر عنوان لاندې د لومړۍ دورې ښوونیز ورکشاپونه د تصدیق پاڼو په وېش، پای ته ورسېدل.
په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي سلاکارانو، د مرکزي دفتر یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو شتون درلود. 
ناستې ته د وينا پر مهال عمومي رئیس اداري مراسلات د یوې ادارې د پرمختګ، نظم او اغېزمن فعالیت لپاره بنسټیز اصل وباله او زیاته یې کړه، چې پر اصولو ولاړ مراسلات نه يوازې د وخت د سپما لپاره مهم دي، بلکې د ادارې اعتبار هم ورسره لوړېږي. نوموړي له کارکوونکو وغوښتل؛ څو له ترلاسه کړو زده کړو څخه په ورځنیو چارو کې ګټه واخلي او له فرصت څخه په استفادې خپل مهارتونه لا ډېر کړي. 
ورپسې د کارکوونکو چارو ریاست رئیس ښاغلي مولوي شفیق الله امیني د ترسره شوو ښوونیزو ورکشاپونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې دغو ورکشاپونو کې د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه هغوی ته د رسمي لیکنو، مکتوبونو، لارښوونو او اداري اصولو په اړه د مسلکي روزونکو له لوري اړینې زده کړې ورکړل شوې؛ څو وکولای شي خپلې ورځينۍ چارې د ټاکل شوو اصولو له مخې پر مخ يوسي او د ورته ښوونیزو پروګرامونو د دوام ډاډ یې څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۷:۵۴
Background image

هلمند کې د ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ سره د لنډمهالې سرپناه بېړنۍ مرسته وشوه

چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په حاجي عالم ګل کلي کې له یوې کورنۍ سره، چې د سختو بارانونو د ورښت او د خونې د چت پرېوتو له امله ورته مالي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۷:۴۹
Background image

پروان کې د واورې ورښتونو له امله ۱۳ زيانمنو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د شینواري ولسوالۍ پر ۱۳ کورنیو، چې د واورې د ورښت له امله زیانمنې شوې وې؛ یو سل و نهه څلوېښت زره او پنځه سوه (۱۴۹،۵۰۰). . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۴
Background image

د ورښتونو زیانمنو ته بېړنی ملاتړ؛ هرات کې ۲ کورنیو نغدي مرسته تر لاسه کړه

چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
د سختو بارانونو د ورښت له امله د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اړوند د شیدایي او ابو الولید سیمو له ۲ زیانمنو شوو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري نغدي مرسته. . .

BACK TO NEWS