د راستنو شوو ۱۰۰۰ کورنیو د ملاتړ په موخه زابل کې ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه
دوشنبه، ۷ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه، زابل ولایت کې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شوو ۱۰۰۰ کورنیو سره یوولس میلیونه او پنځه سوه زره (۱۱،۵۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ۱۱،۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.
دغه مرسته به د یادو کورنیو د ورځنیو او بېړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ادا کړي.
د راستنو شوو هېوادوالو خدمت، لاسنیوی او د هغوی د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول د افغاني سرې میاشتې له اساسي، بشري او کاري لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.
