سمنګان کې د زلزله ځپلو لاسنیوی؛ له ۶۵۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
شنبه، ۶ رجب ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ اړوند د بېلابېلو کلیو له ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره ۶۱.۱ ټنه د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۹۴ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي، بوره، نخود، لوبیا، مکروني، شین چای، رُب او مالګه په کې شامله وه.
دغه مرسته به د یادو کورنیو لپاره د لنډمهاله خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه تمامه شي.
افغاني سره میاشت تل د زلزله ځپلو ترڅنګ ولاړه ده او د هغوی لاسنیوی او خدمت خپل مسؤولیت بولي.
