د پارسا مؤسسې له رئيس سره د افغاني سرې مياشتې ټولنې د عمومي رئيس ناسته !

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۸/۲۱ - ۹:۱۴
د پارسا مؤسسې له رئيس  سره د افغاني سرې مياشتې ټولنې د عمومي رئيس ناسته !

د افغاني سرې مياشتې ټولنې د عمومي رياست سرپرست ښاغلي مولوي مطېع الحق خالص د پارسا مؤسسې له رئيسې مېرمن مارني سره  د دوشنبې په ورځ د ١٤٠٠ کال د لړم د مياشتې په ١٧مه نېټه په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ليدنه کې د پارسا مؤسسې پر فعاليتونو باندې رڼا واچوله چې له ١٩٩٦ کال راهيسې يې پيل کړي دي او له ١٧ کلونو راپدېخوا يې په سره مياشت کې دننه د ښوونې او روزنې، حرفه، رواني روغتيا، بېځايه شويو کورنيو، د خوراکي او غير خوراکي توکو د وېش، کرنه او فارم لرنه او پخوا يې په سولري سيسټم د افغاني سرې مياشتې ټولنې د مرستونونو د بيا رغونې په برخه کې فعاليتونه ترسره کړي دي، په تفصيل سره يې خبرې وکړې او په راتلونکي کې يې له افغاني سرې مياشتې ټولنې سره د هر ډول مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.
د افغاني سرې مياشتې ټولنې د عمومي رياست سرپرست د نوموړې مؤسسې له کارکړنو څخه قدرداني وکړه او د لاډېرو مرستو او همکاريو غوښتنه يې وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۸:۲۵
Background image

نورستان کې د مرستو درېیمه ورځ؛ ۱،۸۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه

جمعه، ۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش لړۍ درېیمې ورځې ته ورسېده، چې نن هم د اور مړو او کمو سيمو کې ددې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۲۳
Background image

نورستان کې د جګړو اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش دوام لري

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش د لړۍ پر دوام ١،٨٠٠ کورنيو ته مرستې ووېشل شوې.

يادې مرستې د افغاني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۱
Background image

تخار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه لپاره خېمې ووېشل شوې

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه په موخه خېمې ووېشل شوې.

یادو کورنيو د استوګنې. . .

BACK TO NEWS