غزني؛ رضاکارانو ته د رواني لومړنيو مرستو په اړه مسلکي روزنیز ورکشاپ ورکړل شو

سې شنبه، ۲۳ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې ۱۰ تنو ښوونکو ته د رواني لومړنيو مرستو تر عنوان لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیقپاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.
ورکشاپ کې ګډونوالو ته د رواني لومړنيو مرستو د پېژندنې او د رواني لحاظه له ناروغو اشخاصو سره د ښه او سالم چلند کولو په تړاو هر اړخیز او مسلکي معلومات ورکړل شول.