د نړیوالو ملي ټولنو له مسئولینو سره زلزله ځپلو ته د مرستو را جلبولو په موخه آنلاین ناسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۶:۷
د نړیوالو ملي ټولنو له مسئولینو سره زلزله ځپلو ته د مرستو را جلبولو په موخه آنلاین ناسته وشوه

چهارشنبه، ۱۰ ربیع الأول ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د کاري شریکانو ( آی سي آر سي، ملي ټولنو نړیوال فدراسیون او ناروې سره صلیب ) د استازو په شتون کې د ۷۵ هېوادونو د ملي ټولنو له مسئولینو سره د آنلاین ناستې له لارې کونړ ولایت کې د رامنځته شوې زلزلې، زیانمنو د اړتیاوو او خلکو ته د اوښتو زیانونو په اړه معلومات شریک کړل. 
ښاغلي دلاور په خپلو خبرو کې وویل، چې زلزله‌ ځپلو سیمو ته لاسرسی خورا ستونزمن دی، د ګڼ شمېر شهیدانو او ټپیانو سربېره زرګونه کورونه ویجاړ شوي او زلزله ځپلې کورنۍ سرپناه، د څښاک پاکو اوبو، خوراکي توکو او پراخو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري، نوموړي زیاته کړه، چې د افغاني سرې میاشتې مرستندويه ټیمونه په سیمه کې شتون لري او زلزله ځپلو ته په بېلابېلو برخو کې بشرپال خدمتونه وړاندې کوي، له بده مرغه د اوښتونو زیانونو کچه ډېره لوړه ده او په دې بشري ناورین کې زلزله ځپلي هېوادوال پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملي ټولنو مسئولینو په رامنځته شوې پېښه خواشيني وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د زلزله ځپلو د لاسنیوي لپاره به هېڅ ډول مرستې ونه سپموي او د زلزله ځپلو اړتیاوو ته په کتو به د افغاني سرې میاشتې له لارې خپلې مرستې لا پراخې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

بامیان؛ رضاکارانو ته د رواني لومړنيو روغتيايي مرستو په اړه مسلکي روزنیز ورکشاپ ورکړل شو

پنجشنبه، ۱١ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۱۰ تنو رضاکارانو ته د رواني لومړنيو روغتيايي مرستو  تر عنوان لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۳۸
Background image

زابل، زرګونو ناروغانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي

پنجشنبه، ۱١ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي پرسونل په تېرو ۴ اونیو کې د زابل ولایت په کچه زرګونه ناروغانو ته بېلابېل روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
په یاده موده کې له ۸۸۸۴. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۱۱
Background image

کونړ کې ۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خېمې نصب شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې د وروستۍ زلزلې له امله هغو ۵۰ زیانمنو شوو کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول نړېدلي. . .

BACK TO NEWS