کابل؛ پر سېلاب ځپلو کورنیو نږدې یو میلیون افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۲۶ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت اړوند ده سبز ولسوالۍ پر ۸۰ سېلاب ځپلو کورنیو اته سوه زره (۸۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته د دې ټولنې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په لاس ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
یاده مرسته له اغېزمن شوو کورنیو سره د بېرته عادي ژوند ته را ګرځېدو او اقتصادي لاسنیوي په موخه ترسره شوه.