د افغاني سرې میاشتې پلاوي ترکیې کې د درې خیریه بنسټونو سره د بشري همکاریو د پراختیا په موخه ناستې وکړې

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۰:۴۳
خبرونه

 

د افغاني سرې میاشتې  پلاوي ترکیې ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد په استانبول ښار کې د ۳ نړیوالو خیریه بنسټونو (IHH، حق، او IDDEF) له مسئوینو سره د بشري همکاریو د پراخوالي، ګډو پروژو، اړمنو او بې وزله کورنیو ته د مرستو برابرولو  په موخه جلا جلا ناستې وکړې.

عکس

يادو ليدنو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي عبداللطیف ثابت، د سکرتر جنرال د پلان او پاليسۍ مرستيال ښاغلي مولوي عزت الله امين او مل پلاوي د بې وزله او اړمنو د وضعیت، د طبیعي او غیري طبیعي پېښو زیانمنو ته د رسېدنې، راستنېدونکو کډوالو ته د بېړنيو بشري مرستو چمتو کولو ، مرستونونو کې د یتیمانو، بې سرپرسته کورنیو  او رواني ناروغانو د ملاتړ او لاسنيوي برخه کې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو د همکاريو غوښتنه وکړه.

ورپسې د (IHH، حق، او IDDEF) خیریه بنسټونو مسئولینو د افغانانو د لاسنیوي او ملاتړ برخه کې د افغاني سرې میاشتې خدمات وستایل او ژمنې یې وکړې چې په افغانستان کې به خپل فعالیتونه لا پراخه کړي او زياته يې کړه چې په افغانستان کې د څاه‌ګانو کیندلو، مسجدونو او مدرسو جوړولو، روغتیا، تعلیم، بېړنيو مرستو، یتیمانو پاللو او اقتصادي ملاتړ برخو کې فعالیتونه لري او هڅه کوي له افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ دا فعالیتونه د افغانستان نورو برخو ته هم وغځوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۹:۲۵
Background image

کابل؛ ۳۲ کارکوونکو ته د مالي کړنلارو په اړه څلور ورځنۍ روزنه پیل شوه

شنبه، ۱۰ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست په نوښت، د روغتیايي خدمتونو، داخلي پلټنې، مالي او پېښو ریاستونو او کنټرول آمریت ۳۲ کارکوونکو ته د مالي مدیریت او کړنلارو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۶:۳۹
Background image

زابل؛ له ۷۰۰ زیانمنو کورنیو سره ۸.۷۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

شنبه، ۱۰ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ په ځنځیر کلي کې د جګړو له امله له ۷۰۰ زیانمنو کورنیو سره ۸ میلیونه او ۷۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۵:۲۴
Background image

پکتيا کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي

شنبه، ۱۰ جمادی الآخره ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۵۹۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS