د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې له مسٸول سره وکتل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۴:۱۲
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې له مسٸول سره وکتل!

نن شنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۱۹مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې له مسٸول ښاغلي حسین احمد بوتاني او مل پلاوي سره د بشري مرستو او ګډو فعاليتونو د لا ښه والي په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.

ناسته کې دواړو لوریو د بشري مرستو په برخه کې د ګډو روانو پروژو له چارو پر هر اړخيزه څارنه او په شریکه د غوره بشري خدماتو د وړاندې کولو په تړاو د بحث سربېره د نویو پروژو د پيلولو پر اړتیا خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۲۳
Background image

نورستان کې د جګړو اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش دوام لري

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش د لړۍ پر دوام ١،٨٠٠ کورنيو ته مرستې ووېشل شوې.

يادې مرستې د افغاني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۱
Background image

تخار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه لپاره خېمې ووېشل شوې

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه په موخه خېمې ووېشل شوې.

یادو کورنيو د استوګنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۲۱:۱۵
Background image

بغلان؛ د سختو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند د افسوتر په سیمه کې له هغې کورنۍ سره، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله یې یوه ۷ کلنه. . .

BACK TO NEWS