د ختيځ سیمه يیز زون او ننګرهار نمایندګۍ د مسؤلینو په ملتیا په  افغانستان کې د نړیوال فدراسیون مسئول د تورخم عمري کمپ څخه لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۸:۴۹
خبرونه

د ختيځ سیمه يیز زون او ننګرهار نمایندګۍ د مسؤلینو په ملتیا په  افغانستان کې د نړیوال فدراسیون مسئول د تورخم عمري کمپ څخه لیدنه وکړه!

نن سه شنبه د شوال میاشتې پر ۱۷مه، په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون مسئول ښاغلي احمد سلیمان او مل پلاوي تورخم ته د خپل سفر په ترڅ کې د راستنو شویو کډوالو د وضعيت ارزونې او هغوی ته د نړیوال فدراسیون له لوري د افغاني سرې میاشتې په همغږۍ د ترسره کېدونکو بشرپالو خدمتونو څخه لیدنه وکړه.
لیدنه کې، د نړیوال فدراسیون مسٸول د افغاني سرې میاشتې د ګرځنده روغتیایي ټيم د خدماتو، رضاکارانو او کارکوونکو له هڅو او فعالیتونو ستاینه وکړه او هم یې له افغاني سرې میاشتې سره د کډوالو د ښه ملاتړ، د خدمتونو د پراختیا، او د همغږۍ د پیاوړتیا په برخه کې د مرستو پر دوام او زیاتوالی ژمنه وکړه.
یاده د وي چې د نړیوال فدراسیون مسٸول له سفر وړاندې وړمه ورځ د افغاني سرې میاشتې له سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدین دلاور سره د راستنوشویو کډوالو د ستونزو او وضعیت په تړاو ناسته کړې وه او هم یې هغوى ته د کډوالو لومړیتوبونو او اړتیاوو ته په کتو ددې خیریه ملي ټولنې له لارې د هر اړخيزو همکاریو په هکله ډاډ څرګند کړى وه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

پکتیکا کې له ۵۰۰ بې وزله کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

سې شنبه، ۲٧ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په وازه خوا ولسوالۍ کې له ۵۰۰ بې وزله کورنیو سره د ٢٢ ټنه  خوراکي توکو او غير خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۹
Background image

رسیدگی به مشکلات صحی ۷۵۶۷  تن از هموطنان در ولایت لوگر

 

سه‌شنبه، ۲۷ ذوالحجه ۱۴۴۶

کارمندان صحی هلال احمر افغانی، طی ۳۰ روز گذشته، در ولسوالی‌ها و قریه‌جات مختلف ولایت لوگر، به ۳۷۰۴ بیمار خدماتی چون معاینه، توزیع دوا، پانسمان زخم‌ها، تطبیق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۴۹
Background image

لوګر ولايت کې د ٧٥٦٧ هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

سې شنبه، ٢٧ ذوالحجه ١۴۴۶
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د لوګر ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٧٠٤ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS