د افغاني سرې مياشتې مرستيال د پوليو له منځه وړلو د نړيوالو نوښتونو په کنفرانس کې ګډون وکړ!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۲۰:۳۰
خبر

د افغاني سرې مياشتې مرستيال د پوليو له منځه وړلو د نړيوالو نوښتونو په کنفرانس کې ګډون وکړ!
 په قطر کې د پوليو له منځه وړلو د نړيوالو نوښتونو تر عنوان لاندې  کنفرانس د افغاني سرې مياشتې د مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن، په قطر کې د ا.ا.ا سفير ښاغلي سهيل شاهين، د عامې روغتيا وزارت مرستيال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د قطر د سرې مياشتې د نړيوالې پراختيا او بشري مرستو د څانګې مسٸول ښاغلي دوکتور محمد  صلاح ابراهيم او د بېلګېټس بنسټ استازو ښاغلي مايکل ګالوې او اغلې اناماريا په شتون کې نن دوشنبه د شوال د مياشتې په ١٦ مه،  ترسره شو.
 ښاغلي حافظ عزيز الرحمن په خپلو څرګندونو کې د بېلګېټس بنسټ له لوري د ياد مهم او ګټور کنفرانس په دايرېدو د خوښۍ ښودلو ترڅنګ د افغاني سرې مياشتې له لوري د ټول هېواد په کچه د ترسره کېدونکو بشرپالو او روغتيايي او ښوونيزو خدماتو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د روغتيايي رياست تر چتر لاندې د پوليو پروژه چې درې کاله وړاندې په کندهار او پکتيکا ولايتونو کې پيل شوې وه، افغاني سرې مياشتې وکولى شوه په ډېر ښه او منظم شکل يې تطبيق کړي.
ښاغلي مرستيال وويل په هغو سيمو کې چې د پوليو پروژې  پلي کېږي، افغاني سره مياشت پکې مهم او اساسي نقش ادا کوي او ډاډ يې څرګند کړ چې د روغتيايي خدماتو د ترسراوي په برخه کې افغاني سره مياشت خپل فعاليتونه په بشپړ شفافيت او نا پلوۍ مخته وړي او د روغتيا برخه کې پر فعالو نړيوالو کاري شريکانو يې هم  غږ وکړ چې د سرې مياشتې د روغتيايي خدماتو ملاتړ وکړي.
دا راز ښاغلي عزيز الرحمن د پوليو له منځه وړل د ټولو ګډ مسٸوليت ياد کړ او  
افغانستان ته د  راستنېدونکو کډوالو د بهير په بيا ځل  پيلېدو  د پوليو پېښو د زياتوالي په اړه اندېښنه وښوده او زياته يې کړه که دې برخې ته پام ونشي نو د پوليو د کنټرول لپاره به زمونږ کړې هڅې او فعاليتونه بې ګټې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۱:۱۵
Background image

بادغيس؛ زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي

سې شنبه، ۱۵ شعبان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بادغيس ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٨٤٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۸:۳۴
Background image

کابل؛ د بېړنيو پروژو د همغږي کوونکي بست لپاره ازموینه واخیستل شوه

سې شنبه، ۱۵ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د بېړنیو روغتیايي پروژو همغږي کوونکي/ د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون فوکل پواینټ پر یوه خالي بست د وړ او مسلکي شخص د ګمارلو په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۲۲
Background image

زابل؛ د کمپیوټر په برخه کې ۳۱ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

دوشنبه، ۱۴شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز د کمپیوټر په برخه کې ۳۱ زده کوونکي د لنډمهاله زده کړو او هڅو وروسته بریالۍ پایلې ته. . .

BACK TO NEWS