سرپرست عمومي رئیس او مرستیال يې د شمال لويدیځ مرکزي زون او اړونده نمایندګیو له مسئولینو سره وکتل!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۴:۵۶
خبر

سرپرست عمومي رئیس او مرستیال يې د شمال لويدیځ مرکزي زون او اړونده نمایندګیو له مسئولینو سره وکتل!

نن پنجشنبه د شوال میاشتې پر ۱۲مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په خپل کاري دفتر کې د شمال لويدیځ مرکزي زون او اړونده نمایندګیو له مسئولینو سره د راستنیدونکو کډوالو د لاسنیوي او هغوی ته په وخت او غوره توګه د خدماتو ترسره کولو په پار د همغږۍ ناسته وکړه. 
ناسته کې د زون او اړونده نمایندګیو مسئولینو د افغاني سرې میاشتې له رهبرۍ سره خپلې ستونزې شریکې کړې او د مشرتابه له لوري د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۷
Background image

پکتیا؛ پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز او د زرمت او احمد ابا ولسوالیو پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته، چې د ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۰
Background image

هرات؛ ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په باز محمد کلي کې ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.

د دې پروژې له مخې به د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱
Background image

پنجشېر؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د رخه ولسوالۍ په درخېل کلي کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه.

یاده مرسته د زیانمنې کورنۍ د. . .

BACK TO NEWS