پکتيا ولايت کې ٧٠٤٦ تنه اړمنو هيوادوالو ته روغتیایي خدمات!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۹:۳۹
خبر

پکتيا ولايت کې ٧٠٤٦ تنه اړمنو هيوادوالو ته روغتیایي خدمات!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د پکتيا ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ٢٤٣٢ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ٢٠٠ تنو ټپیانو پانسمان، ٨٥٥ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ٢٧٩٦ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ١٨٨ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ٥٢٦ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ٤٩ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۵۰
Background image

نورستان؛ د مرستو لومړی پړاو پای ته ورسېد، دویم په برګمټال کې پیلېږي

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش لړۍ پای ته ورسېده، چې په ترڅ کې یې څه باندې ۱۰۵۰۰ کورنۍ له دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۴۱
Background image

کاپیسا؛ د ورښتونو له امله ۸ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرسته ورسول شوه

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو ورښتونو له امله ۸ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ بشري مرسته ورسول شوه.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۳۰
Background image

پنجشېر کې د زلزلې او سېلابونو زیانمنو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د مرکز بازارک په ګډون په اووه ولسوالیو (رخه، عنابه، دره، آبشار، شتل، حصه اول، پریان) کې د زلزلې او سېلابونو له امله. . .

BACK TO NEWS