د افغاني سرې میاشتې د مرکز او ولاياتو د دعوت او ارشاد مديرانو ترمنځ د همغږۍ د پراختيا او لاسته راوړنو په تړاو ورکشاپ پيل شو!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۶:۹
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې د مرکز او ولاياتو د دعوت او ارشاد مديرانو ترمنځ د همغږۍ د پراختيا او لاسته راوړنو په تړاو ورکشاپ پيل شو!

نن دوشنبه د شعبان میاشتې پر ۲۵ مه، د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د دعوت او ارشاد رياست اړوند د مرکز، ساحوي رياستونو او نمايندګيو د دعوت او ارشاد مديرانو ترمنځ د همغږۍ د پراختيا او د دوى د لاسته راوړنو په اړه ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ، په عملیاتي چارو کې د سکرتر جنرال د مرستیال ښاغلي مولوي عبداللطيف ثابت، د ياد رياست د رئيس ښاغلي مولوي ګل الرحمن مهاجر او د مقام د معاونيت د سلاکار ښاغلي مولوي هدايت الله فتاحي په شتون کې پيل شو.
د ياد ورکشاپ په پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې د دعوت او ارشاد ښاغلي رئيس د ننني ورکشاپ د ارزښت او اهميت په تړاو د خبرو ترڅنګ په ټولنه کې د غوره دعوت د مخته وړلو او د داعي د مسٸوليتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
 ورپسې په عملیاتي چارو کې د سکرتر جنرال ښاغلي مرستیال  د اسلام له نظره د دعوت د اصولو او د داعي د صفاتو او اخلاقو په هکله تفصيلي بيان وړاندې کړ او د خلکو د فکري روزنې په برخه کې يې د دعوت او ارشاد د مديرانو دوامداره هڅې مهمې يادې کړې او له دوى يې وغوښتل څو د الله تعالى د رضايت په پام کې نيولو سره په خالص نيت د الله پاک او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم پيغام تر خلکو په سمه طريقه ورسوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۷:۴۹
Background image

پکتیا کې ۷۵۰ داخلي بېځایه شويو کورنيو نغدي مرستې ترلاسه کړې

پنجشنبه، ٢٠ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ډنډِ پټان ولسوالۍ ۷۵۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۸ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو نغدي مرسته ترلاسه کړه.

دغه مرسته، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

هلمند کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول

پنجشنبه، ۲۰ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په ګرمسېر، مارجې، سنګین او باباجي ولسوالیو کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول.

دغه مرسته د ملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۳۹
Background image

کونړ کې زلزله ځپلو کورنیو ته د ۵.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د کوچنيو کاروبارونو اړوند توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۲۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل او څوکۍ ولسوالیو ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ځان بسیاینې په موخه د ۵.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د کوچنیو. . .

BACK TO NEWS