د افغاني سرې میاشتې مرستیال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ له ولسوال سره وکتل! 

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۹:۷
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ له ولسوال سره وکتل! 

نن دوشنبه د شعبان د میاشتې پر ۱۸مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په خپل کاري دفتر کې د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ له ولسوال ښاغلي مولانا عبدالجمیل او مل پلاوي سره یادې ولسوالۍ کې د اړمنو او بېوزله کورنیو د لاسنیوي او د هغوی ستونزو ته د رسېدو په پار ناسته ترسره کړه.
ناسته کې تر ښه راغلاست وروسته د موسهي ولسوالۍ مسئول او راغلي پلاوي د موسهي ولسوالۍ د خلکو ستونزې او اړتیاوې د افغاني سرې میاشتې له مرستیال سره شریکې کړې او دې برخه کې یې د همکاریو غوښتنه وکړه.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې مرستیال په خپلو څرګندونو کې د اړمنو او بې وزله کورنیو ملاتړ او لاسنیوی د افغاني سرې میاشتي مسئولیت یاد کړ او ډاډ یې ورکړ، چې د یادې ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته به رسېدنه او ځواب وینه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۳۲
Background image

هرات، بلخ او فاریاب؛ ۲۰ سېلاب ځپلې کورنۍ له بېړنۍ نغدي مرستې برخمنې شوې

شنبه، ۲۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په کوه زور، ادرسکن، پشتون زرغون او کشک ولسوالیو کې ۱۰ کورنیو، د بلخ ولایت په کشنده، زارې او چارکنت ولسوالیو کې ۷ کورنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۲۲
Background image

سرپل کې ۵۰۰ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

شنبه، ۲۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د مرکز اړوند د بالاکېنت سیمې او سانچارک ولسوالۍ ۵۰۰ راستنو شویو او سېلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱۹
Background image

نورستان کې څه باندې ۴۸۰۰ ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

شنبه، ۲۲ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د نورستان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۳۴۳ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS