بغلان ولایت کې پر ۴۵۰ سېلاب ځپلو او اړمنو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۷:۴۸
خبرونه

بغلان ولایت کې پر ۴۵۰ سېلاب ځپلو او اړمنو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن دوشنبه د جمادي الآخر د میاشتې پر ۲۱مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت مرکز پلخمري کې له ۴۵۰ سېلاب ځپلو او اړمنو کورنیو سره د ۲ قلمه غیر خوراکي توکو تر څنګ په ټولیزه توګه ۶۸.۱۷۶ ټنه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

یاده مرسته چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیټره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو شین چای، ۱ قوتی بیسکوټ، ۴ کمپلې او یوه د روغتیا ساتنې بسته ورکړل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۷
Background image

پکتیا؛ پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز او د زرمت او احمد ابا ولسوالیو پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته، چې د ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۰
Background image

هرات؛ ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په باز محمد کلي کې ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.

د دې پروژې له مخې به د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱
Background image

پنجشېر؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د رخه ولسوالۍ په درخېل کلي کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه.

یاده مرسته د زیانمنې کورنۍ د. . .

BACK TO NEWS