کابل ولايت کې ۲۰۷۶۴ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۵:۵۹
خبرونه

کابل ولايت کې ۲۰۷۶۴ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!

د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د کابل ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۵۲۸۵ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۶۴۹ تنو ټپیانو پانسمان، ۹۰۵۰ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۲۹۸۱ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۱۰۴۱ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۱۳۹۸ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۳۶۰ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۲:۴۲
Background image

کابل؛ پنځو ولایتونو کې د افغاني سرې میاشتې پر ځمکو د پانګونې طرحې و ارزول شوې

یکشنبه، ۱۸ جمادی ‌الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مرستیال حافظ عزیزالرحمن په مشرۍ په مرکزي دفتر کې ددې ادارې اړوند د کابل، غزني، ننګرهار، کندز او هرات ولایتونو پر ټاکل شوو ځمکو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۹:۱۸
Background image

کاپیسا؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

یکشنبه، ۱۸ جمادی الآخره ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کاپیسا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۱۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۸
Background image

هرات؛ ۲۶۶ رواني ناروغانو ته جمپرونه ووېشل شول

شنبه، ۱۷ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري هرات ولایت کې د لویدیځ زون د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز ۲۶۶ ناروغانو ته جمپرونه ووېشل شول.

د وېشل شویو جمپرونو ټولیز. . .

BACK TO NEWS