په چين هېواد کې د ‏افغانستان سره د بشري مرستو او همکاريو د دوام او پياوړتيا په موخه ناسته ترسره شوه

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۳/۹/۹ - ۱۹:۱۱
خبرونه

په چين هېواد کې د ‏افغانستان سره د بشري مرستو او همکاريو د دوام او پياوړتيا په موخه ناسته ترسره شوه

نن جمعه د جمادي الأولی د میاشتې پر ٢٧مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او ورسره مل پلاوي چين هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د نړيوال فدراسيون د اسيا څانګې له مسٸول ښاغلي الکساندر متيو سره  په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو او همکاريو د پياوړتيا په موخه ناسته ترسره کړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ددې خيريه ملي ټولنې د فعاليتونو، لاسته راوړنو او په بېلابېلو برخو کې د خپلو بشرپالو خدماتو په اړه هر اړخيز او تفصیلي معلومات وړاندې کړل، نوموړي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د بشري وضعيت او د نړيوالو مرستندويه ادارو د مرستو د اغيزمنتيا په اړه د وينا ترڅنګ د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو د ملاتړ او د ژمي په موسم کې د ناچاره او اړمنو وګړو د لاسنیوي په پار د بېړنیو او اړینو مرستو برابرولو غوښتنه وکړه.
ورپسې ښاغلي متيو  د افغاني سرې میاشتې د بشرپالو خدماتو او فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ يادونه وکړه چې مونږ د سرې مياشتې د ملاتړ په برخه کې بشپړه ژمنتيا لرو او بشري ستونزو د حل په برخه کې يې د ګډو هڅو او دوامداره مرستو ترسره کولو ژمنه وکړه.

دواړو خواوو د راتلونکي لپاره د ګډو همکاريو په برخه کې د نوو پلانونو په تړاو هم هر اړخیز بحث ترسره کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۰:۳۶
Background image

لغمان؛ تېرو ٣٠ ورځو کې زرګونو اړمنو هېوادوالو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

دوشنبه، ۱۵ ربيع الأول ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣١٥٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۷:۳۰
Background image

ايراني سرې میاشتې د کونړ زلزله ځپلو لپاره ٤٥ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الأول ۱۴۴۷ 
د کونړ ولایت زلزله ځپلو د لاسنيوي په موخه د ایراني سرې میاشتې  ۴۵ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته، په افغانستان کې د یاد هېواد د سفیر ښاغلي علیرضا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۳۷
Background image

نورستان؛ زلزله ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

شنبه، ۱۳ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ په کوردر دره کې د وروستۍ زلزلې له امله له ۲۸ زیانمنو شوو کورنیو سره ۵ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي. . .

BACK TO NEWS