کونړ
افغاني سرې میاشتې د صفرالمظفر پر ۲۹مه د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې ۵۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته د افغاني سرې میاشتې د نړیوالو اړیکو د رییس ښاغلي حسام صیب په لاس ووېشله.
یاده مرسته، چې د کویټ هېواد له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته په کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه او يو پاکټ BP-5 بيسکټ شامل وو.