غزني؛ د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۴۸
K

چهارشنبه، ۲۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په نماینده ګۍ کې د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

دغه ورکشاپ د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ ترسره شو، چې ګډونوالو ته پکې د خوندي لاسرسي د چوکاټ، عناصرو او د رضاکارانو د اغېزمن مدیریت په اړه روزنه ورکړل شوه.

همداراز، رضاکارانو ته د رضاکارانه فعالیتونو د ښه تنظیم او په بېلابېلو شرایطو کې د خوندي او اغېزمن فعالیت په اړه لازمې لارښوونې او عملي زده‌ کړې ورکړل شوې.

د یاد ورکشاپ موخه د خوندي لاسرسي او رضاکارانو د مدیریت په برخه کې د رضاکارانو د پوهې او وړتیاوو لوړول وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

غزني؛ د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په نماینده ګۍ کې د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۵:۳۷
Background image

پکتیا؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۲۴ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۴۸۵۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کونړ؛ تېره يوه میاشت کې څه باندې ۵ زره ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

سې شنبه، ۲٣ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کونړ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۷۲۱ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS