‌د سرې میاشتې سرپرست مولوي مطیع الحق خالص د تیکا موسسې له رییس سره لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۹/۶ - ۸:۴۹
رئیس عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با رئیس موسسه تیکا دیدار کرد!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د ۱۴۰۰ لمریز کال د ليندۍ په ۳مه په خپل کاري دفتر کې د تيکا موسسې له رييس سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې پر ګڼو مسایلو خبرې وشوې او د تیکا موسسې رييس ژمنه وکړه چی د تېرو مرستو پر دوام به د بادغيس او غور ولایتونو کې له ۱۰۰۰ پېښځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړي .

د سرې میاشتې سرپرست رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص د تيکا موسسې له بشرپالو مرستو څخه د مننې ترڅنګ د لا زیاتو مرستو پر دوام ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۸:۹
Background image

بدخشان؛ د سختو ورښتونو له امله له ۴ زیانمنو کورنیو سره ۱۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

سې شنبه، ۷ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت په ارګو، کشم او یفتل پایان ولسوالیو کې له ۴ هغو کورنیو سره، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۱۶
Background image

د آسیا پاسیفیک ملي ټولنو د اِل نینو پدیدې پر وړاندې پر ګډ چمتووالي خبرې وکړې

سې شنبه، ۷ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د مشر ښاغلي حسام فیصل په حضور کې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۴۸
Background image

کابل؛ د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پېښو، نړیوالو اړیکو، ځوانانو او رضاکارانو، مرستون او روغتیا ریاستونو مسؤولینو ته د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او. . .

BACK TO NEWS