۱۵۰ تنه اړمن زده کوونکي د حرفوي زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول! 

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۵:۳
خبرونه

۱۵۰ تنه اړمن زده کوونکي د حرفوي زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول! 

نن چهارشنبه د شعبان المعظم د میاشتې پر ۲۶ مه، د افغاني سرې میاشتې په تخنیکي او د صندوق القطر په مالي مرسته د هلمند، فراه او فاریاب ولایتونو ۱۵۰ اړمن تنه زده کوونکي، چې پنځه میاشتې وړاندې افغان کوریا انستيتوت ته ورپېژندل شوي و، د کمپيوټر، برېښنا، خیاطۍ او نلدوانۍ برخو کې د حرفوي زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
په دې مناسبت جوړه شوې فراغت غونډه کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن سربېره په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې مسئول ښاغلي حسین بوتاني او ددې خيريه ملي ټولنې د مرکزي ریاستونو يو شمېر رئیسانو او کارکوونکو هم  ګډون درلود. 
غونډې ته د وینا پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په خپلو څرګندونو کې د قطر  هېواد له دوامداره بشرپاله مرستو او همکاریو مننه وکړه او د ورته پروژو پلي کول یې د اړمنو او بې وزله کورنیو د ځان بساینې برخه کې اغېزمن او مهم وبلل او د دا ډول پروژو د پلي کولو برخه کې یې له کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو د همکاريو غوښتنه وکړه. دا راز ښاغلي دلاور زده کوونکو ته د فراغت د مبارکۍ ترڅنګ هغوی ته له الله سبحانه وتعالی څخه د غوره خدمت کولو د توفیق غوښتنه هم وکړه.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې مرستیال د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کولو برخه کې د ځوانانو د روزنې او اړونده مسئولیتونو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د يوې ټولنې په پرمختګ کې یې د لوستو او مسلکي ځوانانو ونډه مهمه یاده کړه. 
همدا ډول په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې مسئول ښاغلي  حسین بوتاني په خپلو څرګندونو کې د یادې پروژې د تطبیق برخه کې د افغاني سرې میاشتې غوره همغږي وستایله او ژمنه یې وکړه، چې راتلونکي کې که به هم د ورته پروژو د برابرولو برخه کې هڅې کوي او له افغاني سرې میاشتې سره به خپلې همکارۍ زیاتوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۵:۳
Background image

د مرکز او سيمه ييزو زونونو يو شمېر کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې ښوونیز ورکشاپ پيل شو

دوشنبه، ۵ جمادى الأولی ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت د آی سي آر سي په مالي ملاتړ د مرکز او سیمه‌ ییزو زونونو یو شمېر کارکوونکو ته د سرې میاشتې او سره صلیب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۹:۳۳
Background image

د حرفوي زده کړو فارغو مېرمنو ته نږدې ۸۰۰ زره افغانۍ او د خياطۍ توکي ووېشل شول

یکشنبه، ۴ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت اړوند د ختیځ زون په مرستون کې پر ۴۰ اړمنو او بې سرپرسته مېرمنو د خياطۍ او ګلدوزۍ برخه کې د شپږ میاشتنيو حرفوي زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۷:۱۵
Background image

ارزګان کې د لومړنیو روغتیایي مرستو روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

یکشنبه، ۴ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند په ناکل سیمه کې ۴۰ تنو ښځینه او نارینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو تر سرلیک لاندې. . .

BACK TO NEWS