کنړ ولايت کې ۶۲۰۳ تنه وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۹:۰
خبرونه

کنړ ولايت کې ۶۲۰۳ تنه وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

د افغاني سرې مياشتې روغتياپالانو د کنړ ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرې يوې مياشتې په ترڅ کې ۲۳۰۲ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۴۰۹ تنو ټپیانو پانسمان، ۸۳ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۲۵۱۴ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۱۹۱ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۵۷۰ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۱۳۴ تنو مېرمنو ته د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

====================================

ارائه خدمات صحی برای ۶۲۰۳ تن در ولایت کنر

داکتران صحی جمعیت هلال احمر افغانی طی یک ماه گذشته، در مناطق مختلف ولایت کنر ۲۳۰۲ نفر را معاینه و ادويه رایگان فراهم نموده اند.
همچنان تیم‌های صحی جمعیت هلال احمر افغانی ۴۰۹ زخمی را پانسمان، ۸۳ زن و کودک را بخاطر جلوگیری از بیماری‌های مختلف واکسین نموده اند. علاوه بر این، براى ۲۵۱۴ نفر مشوره‌های لازم در زمینه حفظ الصحه ارائه نموده، نیز خدمات نسایی ولادی برای ۱۹۱ زن ارائه و ۵۷۰ کودک دچار سوءتغذیه مواد غذایی مخصوص دریافت نمودند و برای ۱۳۴ زن مشوره‌های لازم در زمینه تنظیم امور خانواده گی ارائه نموده است.
https://youtube.com/@ARCSAfghanistan

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۳
Background image

هرات؛ د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ خیریه بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه د غير خوراکي توکو بشري مرسته په هرات ولایت کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.

دغه مرسته د اړمنو کورنیو د لاسنیوي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د آلمان سولې کلي بنسټ: ۲۱۴ ناروغان په افغانستان او آلمان کې تر درملنې لاندې نيول کېږي

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، په مرکزي دفتر کې د المان سولې کلي خیریه بنسټ له. . .

BACK TO NEWS