کندز؛ ۵۸ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې
پنجشنبه، ۲۰ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ ۵۸ نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې، چې له مخې یې هر رضاکار ته یوه بسته ورکړل شوه.
ټاکل شوې ده، چې یاد رضاکاران به د دغو بستو په وسیله د بېړنیو پېښو پر مهال زیانمنو هېوادوالو ته لومړني روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
دغه رضاکاران به همدارنګه د عامه پوهاوي له لارې په سیمه کې د روغتیا، حفظالصحې او وقایوي تدابیرو په اړه د خلکو د پوهاوي کچې لوړولو لپاره فعالیت وکړي.
افغاني سره میاشت د رضاکارانو د ظرفیت لوړولو او د بېړنیو پېښو پر مهال د چټکو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ځانګړې پاملرنه کوي او هڅه کوي د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي.
