کابل مرکزي مرستون کې ۳۰۰ تثبیت شویو بې سرپرسته مېرمنو ته د ځان بسياينې په موخه د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۳:۵۹
خبرونه

کابل مرکزي مرستون کې ۳۰۰ تثبیت شویو بې سرپرسته مېرمنو ته د ځان بسياينې په موخه د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه!

نن سه شنبه د رمضان میاشتې پر ۴ مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د برتانیې هېواد د سره صلیب په مالي مرسته مرکزي مرستون کې د کابل ولایت د بېلابېلو ولسواليو او ناحیو ۱۱۰ هغو بې سرپرسته مېرمنو سره چې د خیاطۍ برخه کې یې تجربه درلوده؛ د خیاطۍ اړوند وسایلو د پېرلو په موخه دوه میلیونه او دوه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه.
د یادې نغدي مرستې د ویش پر مهال د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د برتانیې هېواد د سره صلیب له همکارۍ څخه مننه وکړه او دغه مرسته یې د بې سرپرسته مېرمنو د ځان بساینې او لاسنیوي برخه کې ارزښتمنه وګڼله.
همدا راز ښاغلي حافظ عزیز الرحمن زیاته کړه، چې ددغې پروژې له لارې به په کندهار، کندز، پکتیا، هرات او مزارشریف کې هم د هر زون په کچه ۲۰۰ بې سرسته مېرمنو ته تر تثبیت او تشخیص وروسته د خیاطۍ اړوند وسایلو د پېرلو په موخه شل شل زره افغانۍ ورکړل شي او له څه مودې وروسته به د یادو مېرمنو د فعاليتونو تر ارزونې وروسته یو ځل بیا پر هغوی د ځان بسیاینې په موخه پنځلس پنځلس زره افغانۍ ووېشل شي.
د یادونې وړ ده چې پاتې ۱۹۰ تثبیت شویو مېرمنو ته به هم په نږدې ورځو کې د نورو کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په پار نغدې پيسې ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

پکتيا؛ څه باندې ۵۴۰۰ اړمنو هېوادوالو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

چهارشنبه، ١٧ ربيع الأول ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پکتيا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٩٤١ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۲۱:۱۶
Background image

ډنمارک سور صلیب د کونړ زلزله ځپلو سره ۳ میلیونه امریکایي ډالره مرسته کوي

سې شنبه، ۱۶ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د ډنمارک سره صلیب د رواني ناروغانو برخې له مسئولې آغلې نیوس سره د کونړ ولایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۷:۱۶
Background image

عمومي رئیس په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له سرپرست سره د همغږۍ ناسته وکړه

سې شنبه، ۱۶ ربیع الاول ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له سرپرست ښاغلي جُی سینګال او مرستیالې آغلې. . .

BACK TO NEWS