کابل؛ د لوی اختر په مناسبت ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشل شوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۶ - ۲۰:۲۹
K

چهارشنبه، ۱۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د لوی اختر په مناسبت، د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ته ۱۰ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.

د یادې مرستې له مخې ۱۰۰۰ کورنیو ته د ترکیې سرې میاشتې او ۱۰۰۰ نورو کورنیو ته د ترکيې دیانت خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د قربانۍ غوښه ورکړل شوه، چې هرې کورنۍ ۵ کیلو غوښه ترلاسه کړه.

د غوښې د وېش په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، په افغانستان کې د ترکیې سفیر، د ترکیې سرې میاشتې استازو، د دیانت خیریه بنسټ مسؤولینو، د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر یو شمېر رئیسانو، کارکوونکو او رضاکارانو ګډون درلود.

د مرستې د وېش پر مهال د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ترکیې سرې میاشتې او دیانت خیریه بنسټ له دوامدارو او هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه او ویې ویل، دا ډول مرستې د بېوزلو او اړمنو کورنیو د لاسنیوي ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او همدردۍ اړیکې هم لا پیاوړې کوي.

همدارنګه، په افغانستان کې د ترکیې سرې میاشتې مسؤول ښاغلي نعیم الله کریمي وویل، د ترکیې سره میاشت تل د افغان ولس ترڅنګ ولاړه ده او هڅه کوي په هر ډول حالاتو کې د اړمنو او بېوزلو کورنیو لاسنیوی وکړي.

د یادونې وړ ده، چې سبا ورځ به هم د ترکیې سرې میاشتې په ملاتړ پر ۶۰۰ اړمنو کورنیو ۳ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د همکارو بنسټونو په همغږۍ د بشري مرستو لړۍ لا پراخه او اړمنو هېوادوالو ته لا اغېزمن خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۶ - ۲۰:۲۹
Background image

کابل؛ د لوی اختر په مناسبت ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د لوی اختر په مناسبت، د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ته ۱۰ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.

د یادې مرستې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۹:۲۰
Background image

د اقتصادي پیاوړتیا پر لور؛ ننګرهار کې ۱۰۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته معیشتي مرستې ورکړل شوې

سې‌ شنبه، ۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ ۱۰۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا او ځان‌ بسیاینې په موخه معیشتي مرستې ورکړل شوې.

دغ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۹:۱۴
Background image

بدخشان؛ ۵۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته بېړني غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې‌ شنبه، ۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د درۀ خستک سیمې په بېلابېلو کلیو کې ۵۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته بېړني غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

د یادې. . .

BACK TO NEWS