پکتیکا ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۲۲:۱۳
خبرونه

پکتیکا ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن سه شنبه د رمضان د میاشتې پر ۱۸مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په نعمت آباد ولسوالۍ کې له ۳۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته د یوې مختلف النوعه خوراکي توکو بستې ترڅنګ ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، ۱ کارتن د کالیو مینځلو پوډر، ۱ بوتل د لوښو مینځلو شامپو او یوه بسته د روغتیا ساتنې بسته ورکړل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۸
Background image

لوګر کې د دېوال نړېدو پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند په عمر آباد کلي کې یوه کورنۍ، چې د دېوال د نړېدو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، یوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۶
Background image

کابل؛ ۵۱ کارکوونکو ته د مسلکي زده‌ کړو له بشپړېدو وروسته تصدیق‌ پاڼې ووېشل شوې

دوشنبه، ۳ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت، د دې ادارې ۵۱ کارکوونکو ته د «سلوک تګلارې» تر عنوان لاندې د ښوونیزو او مسلکي زده‌ کړو دویم پړاو د تصدیق‌. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۱۱
Background image

تخار؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

دوشنبه، ٣ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تخار ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٠١٣ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS