پکتيا ولايت کې ٧٠٤٦ تنه اړمنو هيوادوالو ته روغتیایي خدمات!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۹:۳۹
خبر

پکتيا ولايت کې ٧٠٤٦ تنه اړمنو هيوادوالو ته روغتیایي خدمات!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د پکتيا ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ٢٤٣٢ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ٢٠٠ تنو ټپیانو پانسمان، ٨٥٥ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ٢٧٩٦ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ١٨٨ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ٥٢٦ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ٤٩ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۲۱:۱۵
Background image

بغلان؛ د سختو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند د افسوتر په سیمه کې له هغې کورنۍ سره، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله یې یوه ۷ کلنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۲۱:۲
Background image

نورستان؛ د جګړو له امله اغېزمنو ۱۷،۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش پيل شو

چهارشنبه، ۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې، د سره صليب نړيوالې کمېټې او د خوړو نړيوال پروګرام په ګډه همغږۍ، د نورستان ولایت په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د جګړو له امله له ۱۷. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۸:۳۸
Background image

بغلان کې د اور لګېدنې پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته د بیړنیو توکو مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۴ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ د ګرکرک کلي یوې کورنۍ ته، چې د اور لګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په. . .

BACK TO NEWS