پروان کې د ورښتونو له امله زیانمنو کورنیو ته د سرپناه او لومړنیو توکو مرسته ورکړل شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۸:۴۷
P

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د سرخ‌ پاسا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وروستیو ورښتونو له امله له دوو زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ غير خوراکي مرسته ترسره کړه، چې هرې کورنۍ ته ۱ خېمه، ۶ کمپلې، ۱ ترپال او ۱ د پخلنځي د توکو سیټ ورکړل شو.

همدارنګه، له یادو کورنیو څخه یوې کورنۍ ته، چې د یادې پېښې له امله یې ځاني او مالي زیانونه لیدلي وو، ۳۰،۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته هم وشوه.

افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو هېوادوالو د لاسنیوي او ملاتړ لپاره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۱۳
Background image

خوست؛ ۵۴ رضاکارانو ته د روغتیايي کېټونو وېش ترسره شو

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په مرکز، ځاځي میدان او ګربزو ولسوالیو کې ۵۴ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د روغتیا ساتنې کېټونه ورکړل شول، چې له مخې يې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۲
Background image

کندهار کې ۱۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۶.۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۶.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

د یادې مرستې له مخې هرې کورنۍ ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۸
Background image

د هرات په کوه زور کې د سېلابونو له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د کوه زور ولسوالۍ د درمبید په سیمه کې د سختو ورښتونو له امله یوې سېلاب ځپلې کورنۍ سره د بشري خواخوږۍ په موخه نغدي مرسته. . .

BACK TO NEWS