هرات اسلام قلعه؛ له ايران څخه ۶ زره راستانه شوو کډوالو ته خواړه او روغتيايي خدمتونه وړاندې شول

پنجشنبه، ٢٩ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې مياشتې د رهبرۍ د هدايت پر اساس د مرکز، لويديځ زون او هرات نماينده ګۍ څخه يو ګډ پلاوى د ٢٠ تنو رضاکارانو په ملتيا د هرات ولايت اسلام قلعه بندر ته واستول شو څو له ايران څخه راستانه شوو کډوالو ته بېړني بشري او روغتيايي خدمات وړاندې کړي.
اوسمهال په سيمه کې د دوه ګرځنده روغتيايي ټيمونو له لارې کډوالو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي او شاوخوا ۶ زرو تازه راستانه شوو هېوادوالو ته د پخو خوړو ترڅنګ د څښاک اوبه هم وېشل کېږي.
د ياد خدماتو د وړاندې کولو هدف په بېړنۍ توګه راستانه شوو کډوالو ته رسېدنه او د لنډ مهاله اسانتياوو د زمينې برابرول دي.
د يادونې وړ ده چې ورته بشرپال خدمتونه د تورخم په عمري او د کندهار په انځرګي پنډغالو کې هم راستانه شوو کډوالو ته دوام لري.