نیمروز؛ د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۲
n

یکشنبه، ۳۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نیمروز ولایت په نماینده ګۍ کې د پېښو پر وړاندې د ځواب وینې ۲۰ تنو غړو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد په موخه د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.
ورکشاپ کې ګډونوالو ته د بېړنیو پېښو پر مهال د غوره او چټکو اقداماتو، زیانمنو شوو وګړو سره د مرستې او د نغدو پیسو لېږد د معیاري کړنلارو په اړه په نظري او عملي بڼه مفصل معلومات ورکړل شول.
د دې ورکشاپ موخه په ناورینونو او بېړنیو حالاتو کې زیانمنو شوو وګړو ته پر وخت، اغېزمن او مسلکي توګه د خدماتو وړاندې کول وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۸:۴۸
Background image

لغمان کې پر ۱۸۵ راستنو شوو کورنیو روغتیایي بستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۳۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې پر ۱۸۵ راستنو شوو کډوالو کورنیو د روغتیا ساتنې بستې ووېشل شوې.
په مرسته کې ۱۴۸ کورنیو ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۴۳
Background image

هلمند کې د ورښتونو له امله له زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

یکشنبه، ۳۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند په بولان سیمه کې د ورښتونو له امله یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه ۳ قلمه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۸
Background image

کابل؛ له ۱۰۵ اړمنو کورنیو سره بېړنۍ بشري مرسته وشوه

یکشنبه، ۳۰ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري مرکزي دفتر کې د مقام د سلاکارانو او بېلابېلو ریاستونو د مسؤولینو په شتون کې له ۱۰۵ مستحقو او اړمنو کورنیو سره د ژمنیو ستونزو د حل. . .

BACK TO NEWS